دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 254023
پوتین: په روسیه کې تورم کنټرول شوی دی
د روسیې ولسمشر د تورم په مخنیوي او د هېواد د اقتصادي ستونزو په حل کې د خپل حکومت بریالیتوب اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، حکومت توانېدلی چې په هېواد کې د بیو د لوړېدو په مخنیوي سره د تورم کچه کنټرول کړي.
 
د رویټرز په وینا، پوتین د اقتصادي مسلو په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، "د تیرې میاشتې له دویمې نیمایي راهیسې، په روسیه کې د بیو لوړوالی په بشپړه توګه بند شوی او تورم اوس صفر ته رسیدلی دی."
 
په روسیه کې کلنۍ تورم د اپریل په میاشت کې له 83.17٪ ته ورسید خو په می کې 17.4٪ ته راټیټ شو.
 
د پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې لویدیځو هېوادونو د اوکراین د جګړې له پیلېدو وروسته هیله درلوده چې د روسیې پر بانکونو د بندیزونو او د سویفټ خدماتو د محرومولو په ګډون په ټولو برخو کې د پراخو بندیزونو په لګولو سره د روسیې اقتصاد ودروي او د سقوط يي کړي.
 
که څه هم د روسیې په وړاندې د لویدیځ بندیزونه په پیل کې په هیواد کې د تورم او اقتصادي ستونزو لامل شوي، د کرملین چارواکو په تدریجي ډول د خپلو ملي اسعارو د ارزښت د راټیټیدو مخه ونیوله لکه بهرنیو هیوادونو ته د ګازو د پلور لپاره د روسي روبل څخه استفاده ده.
 
سرچينه : رویټرز
https://avapress.com/vdcb5ab5frhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته