کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برتانیا د اپوزیسیون یو مشر د بشري ناورین د ارزونې په موخه کابل ته راغلی دی

آزادي راډیو , 19 جوزا 1401 ساعت 13:35

د بريتانيا د اپوزيسيون مشر ډيويډ لمي پرون کابل ته سفر وکړ چې په افغانستان کې د بشري ناورين د زياتوالي له نږدې وڅاري.


آوا - مانیتورینګ، ډیوید لمې، چې د اپوزیسیون له لورې د بهرنیو چارو متبادل وزیر دی، لومړنی بریتانیايي سیاستوال دی چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.

له ده سره په دې سفر کې د اپوزیسیون د نړیوالې پراختیا متبادل وزیر پریټ ګیل ملګری دی.

وروسته له دې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو یوې کمېټې له افغانستانه د بریتانیايي ځواکونو د وتلو په اړه د باندنیو چارو وزارت د مدیریت په هکله راپور خپور کړ، اپوزیسیون پر واکمن ګوند او حکومت یې ډېر انتقادونه وکړل.

په راپور کې ویل شوي چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل ناورین او له خپلو متحدانو سره خیانت و.

لمې افغانستان ته خپل سفر په دغه هېواد کې د بشري بحران موضوع ته د پام اړولو په خاطر یوه هڅه بولي.

لمې به د ملګرو ملتو د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري اداره کېدونکی د ماشومانو روغتون، د ځوانانو مرکز، د یونسیف د ماشومانو د ساتنې پروګرام او بې ځایه شوي افغانان وویني.

تېر کال په افغانستان کې نژدې ۷ لکه تنه بې ځایه شول او شاوخوا یو میلیون تنه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته لېږدول شوي دي.
 


د مطلب کود: 254036

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254036/د-برتانیا-اپوزیسیون-یو-مشر-بشري-ناورین-ارزونې-په-موخه-کابل-ته-راغلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com