کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

درې تنه غله په بلخ کې او اته تنه د داعش غړي په تخار کې وژل شوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مزارشریف , 22 جوزا 1401 ساعت 9:13

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، په مزارشریف ښار کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې درې وسله وال غله وژل شوي او د تخار پولیس وايي، په تالقان کې د داعش اته غړي وژل شوي دي.


آوا، د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري، آوا ته وویل:«د شنبې په ورځ د جوزا په ۲۱ مه له غرمې مخکې درې تنه وسله وال غله د امنیتي ځواکونو له خوا تر تعقيب وروسته یوه کور ته ننوتل او له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پېښه د مزارشريف ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د خالد پروژې په سيمه کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يو امنيتي سرتېرى او د يوې کورنۍ غړي چې غله د هغه کور ته ننوتي وه، ټپيان شوي دي.
 
برسېره پر دې، عبدالمبین صافی؛ د تخار د پولیسو ویاند هم آوا ته وویل: "د داعش اته تنه غړي چې غوښتل یې جنایت ترسره کړي او د خلکو امنیت ګډوډ کړي، د تخار امنیتي چارواکو د چټکو او بریالیو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي او درې تنه یې نیولي دي."
 
د هغه په ​​وينا، دغه کسان د جوزا په ٢١مه د تالقانو په ښار کې وژل شوي دي.
 
وزيري وويل چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
 
خو په تخار کې ځايي سرچينې وايي چې په دې نښتو کې يو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
 


د مطلب کود: 254087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254087/درې-تنه-غله-په-بلخ-کې-او-اته-د-داعش-غړي-تخار-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com