دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 254098
د مزارشريف ښاريان د ښاري نظم له ښه والي څخه خوښ دي
د مزارشریف ښاریان؛ د بلخ مرکز د ښاروالۍ له لوري د ښار په ځینو سیمو کې د غرفي د جوړیدو او د ښاري نظم له رامنځته کېدو خوښ دی.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: د مزارشريف ښاروالۍ د ښاري نظم د رامنځته کولو په موخه د مندوي سيمه له ګاډیوانانو پاکه کړې او د ښار په يوه برخه کې يې د کثافاتو د ځای پر ځای کولو سره منډوي سیمه يي پاکه کړه.
 
مولوي غدر الله طارق؛ د مزارشريف ښاروال وايي: په مندوي کې د ميوو ګرځنده پلورنځي نور نشي کولاى د مزارشريف ښاروالۍ له اسلامي اصولو او کړنلارو سره په ټکر کې عمل وکړي چې د ښاريانو د موټرو د تګ راتګ او د ترافيکي ګڼې ګوڼې لامل شي. بلخوا هغه کسان چې په منډوي کې له کوکي پرته مېوه پلوري له قانوني چلند سره به مخ شي او وروسته به د شکايت حق نه لري.
 
په ورته وخت کې د مزارشريف ښاريان پاکوالى او نظافت د ښار د سينګار او ښکلا لپاره يوه جدي اړتيا ګڼي او د ښاروالۍ له لوري د پاکو شويو ساحو پر ساتنې ټينګار کوي.
 
غلام سخي ابراهیمي؛ د مزارشريف يوه اوسېدونکي وويل، چې د ښاري نظم د پروګرام له پلي کېدو مخکې په مندوي کې د تېرېدو لاره نه وه.
 
عبدالله; د بلخ ولايت د مرکز اړوند يو بل اوسېدونکي وويل، چې دغه ښاري نظم خلکو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې او خلک يې په ويالو کې له بد بوی، د چرګانو د مسلخونو د وينې او اضافي موادو، د مېوو او سبزيجاتو له کثافاتو او داسې نورو څخه به خوندي وي.
 
دا په داسې حال کې ده چې مندوي سيمه د مزارشريف ښار په مرکز کې پرته ده او له څو کلونو راهيسې خلک له دې لارې د تګ راتګ  لپاره د ګاډیو د زياتوالي له ستونزې سره مخ وه. خو د ښاروالۍ مسوولینو په یوه واضح تصمیم او جدي عملیاتي پلان سره د دغه امر د تصفیې په موخه یاده سیمه په بشپړه توګه د موټرو او ښاریانو د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړه.
 
https://avapress.com/vdcdno0xjyt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته