کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته روانه شوه

22 جوزا 1401 ساعت 10:15

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د چارواکو په وینا، د حاجیانو د لومړۍ ډلې الوتکه نن سهار (د غبرګولي ۲۲مه) سعودي عربستان ته روانه شوه.


آوا، نن (یکشنبه، د غبرګولي ۲۲مه) د کابل له هوايي ډګر څخه د مسافرو کاروان روان شو.
 
تمه ده چې سږ کال به له افغانستانه څه باندې ۱۳ زره کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
 
سعودي عربستان له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا یو میلیون کسانو ته د سږ کال د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړه.
 
په دې مراسمو کې د ګډون اجازه یوازې د سعودي اتباعو او اوسیدونکو ته د تیرو دوه کلونو راهیسې د کرونا وبا د خپریدو له امله ورکړل شوې وه.
 


د مطلب کود: 254099

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254099/د-افغان-حاجیانو-لومړۍ-ډله-سعودي-عربستان-ته-روانه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com