دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 254117
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تحریک طالبان پاکستان او افغانستان په اړه پرېکړې پارلمان ته وسپارلي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری د واکمن ګوند له چارواکو سره په لیدنه کې له تحریک طالبان پاکستان او اسلامي امارت سره د خبرو په اړه هر ډول پرېکړه پارلمان ته وسپاره.
افغان غږ خبری آژانس، د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، دغه غونډه د یکشنبې په ورځ (جوزا ۲۲ مه) د ګوندونو د لوړپوړو چارواکو په کچه جوړه شوه.
 
په دې غونډه کې یو شمېر قومي مشرانو هم ګډون کړی و چې په کابل کې د پاکستان او ټي ټي پي په وروستیو خبرو کې ګډون کړی و.
 
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او ټي ټي پي تر منځ په خبرو کې پر غیر محدوده اوربند موافقه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcfyjd0ew6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته