دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 254149
په کندهار کې د ښوونکو ۱۴۰۰ بستونه اعلان شول
د کندهار د پوهنې ریاست سږ کال د ښوونکو لپاره ۱۴۰۰ بستونه اعلان کړي، چې ۱۸۵ یې د ښځو لپاره دي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: رحمت الله ناریوال; د پوهنې ریاست د بشري منابعو رئیس له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: دغه نوې اعلان شوې بستې پخوا د کندهار ولایت لپاره پلان شوې وې، خو د هېواد د وضعیت د بدلون له امله وځنډېدې.

هغه زياته کړه: د کندهار ښار لپاره ١٤٠٠ بېلابېل درسي بستونه په پام کې نيول شوي، چې ١٨٥ يې د ښځو او پاتې نور يې د نارينه وو لپاره دي.
 
د ناريوال په وينا، ډېرى دغه تش بستونه د ښاري ښوونځيو او يو شمېر يې د ولسواليو لپاره دي او هغه کسان چې د لېسانس او ​​يا نیمه عالٌی تحصیلاتو سند لري کولاى شي چې د دغو بستونو لپاره درخواست وکړي.
 
هغه دا هم وويل، چې د کندهار ښار او ولسواليو لپاره ١٤٠٠ پوستونه کافي نه دي او د پوهنې وزارت بايد د کندهار لپاره نور پوسټونه هم ځانګړې کړي.
 
 د کندهار ولايت د ميانشين ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغني سعادت چې غوښتل يې په ياده پروسه کې برخه واخلي،  د کندهار د پوهنې له رياست څخه وغوښتل چې ميانشين ولسوالۍ ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي او زيات بستونه دې ورته ځانګړې کړي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو بستونو د ثبت لړۍ د روان کال د غبرګولي مياشتې له ٢١مې نېټې څخه تر ٣١مې نېټې پورې روانه ده.
 
https://avapress.com/vdcayynuo49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته