کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل د کډوالو چارو رییس: د اسلامي امارت ضد پروژې به له منځه یوسو

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 23 جوزا 1401 ساعت 9:27

په کابل کې د کډوالو چارو رئیس په پنجشیر ولایت کې پر بې ځایه شویو خلکو د مرستو د ویش په یوه پروګرام کې ټولو هغو کسانو ته چې د "اسلامي امارت ضد پروژې" لري خبرداری ورکړ چې ددي شوم پلانونه او ناوړه اهداف به کامیاب نه شي.


آوا – کابل، د کابل د کډوالو چارو ریاست د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۲ مه) د پنجشیر ولایت پر شپږو بې ځایه شویو کورنیو نغدي او خوراکي توکي وویشل.
 
په کابل کې د کډوالو چارو رئیس وویل: «موږ ټولو هغو کسانو ته چې د اسلامي امارت پر ضد پروژې لري اخطار ورکوو چې ستاسو پروژې به پر مخ نه ځي او موږ به ستاسو هدف به له منځه یوسو.
 
هغه وویل، «هغه کسان چې اسلامي امارت ته سپکاوی کوي، د یهودانو او نصاراوو غلامان دي.
 
ده د دغه رياست له خوا ويش شويو مرستو ته په اشارې سره زياته کړه: دکابل دکډوالو چارو رياست دبهرنيو موسسو په مرسته له بې ځايه شويو سره دمرستو هوډ وکړ او په لومړي ګام کې په پنجشير ولايت کې زموږ دسروې ټيم د ٣٣ کورنيو په ګډون ٢٥٠ کورنۍ و ارزولې.
 
د هغه په ​​وينا، هرې کورنۍ ته ٢٨ زره افغانۍ نغدې او له سلو ډالرو څخه د زياتو خوراکي توکو معادل دي، ووېشل شوې او همدارنګه د پروان ولایت له یو شمېر بې ځایه شویو سره هم ورته مرسته کړې ده.
 
هغه زياته کړه، چې ډېرى هېوادوال د امنيت د تامين لپاره بېرته افغانستان ته راځي او دا ډېره ښه خبره ده.
 


د مطلب کود: 254152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254152/د-کابل-کډوالو-چارو-رییس-اسلامي-امارت-ضد-پروژې-له-منځه-یوسو

آوا
  https://www.avapress.com