دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 254169
په کابل کې د داعش يو قوماندان ووژل شو
د اسلامي امارت ویاند ویلي چې د کابل ولایت په بګرامی ولسوالۍ کې د داعش ترهګرې ډلې یو مهم قومندان وژل شوی دی. د هغه په وينا، د دې ډلې يو بل قوماندان هم د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په شپه (د غبرګولي ۲۲مه) یاد کسان «خوارج» وبلل او ویې ویل، چې دوی په کابل او ځینو ولایتونو کې په جوماتونو، خانقاو او د بریښنا په تاسیساتو په بریدونو کې لاس درلود.
 
نوموړي د وژل شوي کس نوم يوسف ياد کړ او ويې ويل چې د داعش له مهمو قوماندانانو څخه و. د مجاهد په خبره، د داعش یو بل قومندان محمد اغا هم نیول شوی دی.
 
افغانستان ته د اسلامي امارت تر راتلو وروسته، داعش په جوماتونو، روزنیزو مرکزونو او د ښار په موټرو د ځینو بریدونو مسوولیت منلی دی. خو د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی، چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او له ماتې سره مخ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcce0qio2bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته