دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 254173
شمالي کوریا څو راکټونه توغولي دي
د جنوبي کوریا پوځ وايي، د سیول پر وړاندې د پوځي ځواک د ښودلو لپاره یې د څو ګوتو لانچرونو په کارولو سره پر شمالي کوریا توغندي توغولي دي.
افغان غږ خبری آژانس، د جنوبي کوریا پوځ وايي، دغه توغندي د یکشنبې په سهار په ځايي وخت له ۰۸:۰۷ تر ۱۱:۰۳ پورې توغول شوي دي.
 
په راپور کې د توغندیو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
 
د جوزا په ۲۱ مه، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د واکمن ګوند په غونډه کې د "خورا جدي" امنیتي ننګونو په وړاندې د "د ځان دفاع" لپاره د قوي اقداماتو غوښتنه وکړه.
 
هغه په ​​دې خبرې سره چې د خپل ځان د دفاع حق د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو کې ترټولو مهم مسله ده، ټینګار وکړ چې امنیتي وضعیت د شمالي کوریا لپاره خورا جدي دی.
 
د شمالي کوریا مشر د "د قدرت لپاره د ځواک" اصول ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ژر تر ژره د ملي دفاعي وړتیا لوړولو هدف ترلاسه کولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
 
د روان کال د جون په ٢٢مه نېټه د جنوبي کوريا د دفاع وزير لي جونګ سوپ په سينګاپور کې د اسيا د امنيت په سرمشريزه غونډه کې وويل چې د کوريا ټاپووزمې وضعيت نړيوال ګواښ دی او له شمالي کوريا څخه يې وغوښتل چې ژر تر ژره خپل توغنديز او اټومي پروګرامونه پای ته ورسوي.
 
امریکا په روانه میاشت کې خبرداری ورکړی و چې شمالي کوریا د خپلې اوومې اټومي ازموینې لپاره تیاری نیسي او که داسې وشي، نو ملګري ملتونه به دې ته اړ کړي چې پر شمالي کوریا بندیزونه ولګوي.
 
بلومبرګ نیوز په دې وروستیو کې راپور ورکړ چې شمالي کوریا چې دا مهال د کورونا ویروس سره مبارزه کوي او د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دی، سږکال یې د توغندیو په ازموینو څه باندې ۶۵۰ میلیونه ډالره لګولي دي.
 
https://avapress.com/vdchqknix23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته