دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 254184
د خوست د جلغوزیو په ځنګلونو کې اورلګېدنه ۹۰ سلنه اور کابو شوي دي
د خوست ولایت مقام د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د جلغوزو په ځنګلونو کې اورلګیدنه دویمې ورځې ته داخله شوې، خو د سیمې خلک وايي، چې ۹۰ سلنه اور کابو شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس، د خوست ولایت اوسیدونکي چې د اور د کابو کولو هڅې کوي وايي: تر اوسه پورې اور نه دی وژل شوی.
 
خو ځايي سرچينې وايي، چې د اور ۹۰ سلنه د خلکو په مرسته کابو شوي دي.
 
په خوست ولایت کې د اسلامي امارت مسؤلین د اور لګېدنې په اړه څه نه وايي او لامل یې هم معلوم نه دی.
 
تر دې مخکې د نورستان په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله څه باندې ۶۸ هکتاره ځنګلونه سوځول شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcjoxe8xuqeivz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته