دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 254193
ملا برادر په کندهار کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه
د ملا عبدالغني برادر؛ د رئیس الوزرا مرستیال کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې په جنوب لویدیځ زون کې د اسلامي او ملي پولیسو له روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس – کندهار، په دغه لیدنه کې چې نن دوشنبه د غبرګولي ۲۳ مه تر سره شوه، ملا عبدالغني برادر د اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړې او ملي پولیسو ته یې په خطاب کې وویل: اوسنی نظام د شهیدانو د پاکي وینه له برکته رامنځته شوی دی.
 
هغه زیاته کړه، افغانستان د کفارو له اشغال څخه ازاد شوی او اوس د اسلامي امارت مجاهدینو بشپړ حاکمیت لري، نو لکه څنګه چې د کفارو پر وړاندې جګړه اړینه وه، همداسې د دغه نظام ساتنه هم اړینه ده.
 
د رئیس الوزرا مرستیال د کندهار چارواکو ته په خطاب کې وویل: مشران باید له ځوانانو سره شفقت او مهربانی ولری، ځوانان باید د مشرانو درناوی وکړی او د یتیمانو او شهیدانو کورنیو ته هم ښه راغلاست ووایی.
 
ملا عبدالغني برادر زیاته کړه: د اسلامي نظام راتلل او بریا یوازې د اسلامي امارت د مجاهدینو بریا نه ده، بلکې د ټول افغانستان د ملت بریا ده، ځکه دا ولس او ملت له ټولو سره مخامخ دی.
 
https://avapress.com/vdcjhxe8tuqeivz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته