کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړیوال بانک له خوا د افغانستان لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالره تخصیص

24 جوزا 1401 ساعت 10:21

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د چارواکو په وینا، نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستې لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. ویل کیږي چې دا بودیجه به د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او اوبو ته د بزګرانو د لاس رسي په برخه کې ولګول شي.


آوا، نړیوال بانک د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نړیوال بانک به ۱۵۰ میلیونه ډالره د خوراکي توکو لکه غنم د تولید او اوبو ته د افغان بزګرانو د لاس رسي د زیاتوالي لپاره ورکړي.
 
دغه سازمان د اوکراین له جګړې وروسته په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د دغې پروژې یو هدف د غنمو د تولید زیاتول دي چې د ۲۰۲۳ کال تر نومبر میاشتې پورې به له ۲ میلیونو ډېر کسان ګټه واخلي.
 
دغه راز په دې پروژه کې به د اوبولګولو لپاره اوبو ته د لاسرسي ستونزه او له هغې څخه د مناسبې استفادې او د کرنې د خاورې د کیفیت د ښه والي په برخه کې ستونزې هوارې شي.
 
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، د افغانستان نیمايي وګړي له لوږې سره مخ دي. اوس، د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د غنمو د بیو په لوړیدو سره، په افغانستان کې د اوکرایین د جګړې له امله خوراکي توکو ته لاس رسی نور هم خرابیږي.
 
نړیوال بانک وايي چې د دې پروژې له لارې به ۱.۹ میلیونه خلک د کلیو د اوبو لګولو د تاسیساتو د بیارغونې په پروژو کې له کار کولو څخه مالي ګټه پورته کړي.
 


د مطلب کود: 254217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254217/د-نړیوال-بانک-له-خوا-افغانستان-لپاره-۱۵۰-میلیونه-ډالره-تخصیص

آوا
  https://www.avapress.com