دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 254276
په کابل کې د مور ملي ورځ ونمانځل شوه
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو په کابل کې د مور ملي ورځ ونمانځله او ویې ویل چې اسلام ښځې او میندو ته ارزښت ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال پرون سه شنبه (د غبرګولي ۲۴ مه) د مور ملي ورځ ولمانځله او د مور او پلار د حقونو پر درناوي یې ټینګار وکړ.
 
په همدې حال کې شیخ حسن خان حقاني؛ داطلاعاتو اوکلتور وزارت د ګرځندوى رياست مالي او اداري رئيس وويل: په اسلام کې د مور او پلار د حقوقو او درناوى په باب بحث يوه ستره فلسفه ده چې بيانول يې زيات وخت ته اړتيا لري.
 
هغه وويل، چې د قرآن او اسلام په کلتور کې د مور او پلار پر ضد خبرې کول ستره ګناه ده، ښځې او ميندو ته پکې ځاى نشته.
 
مولوي غلام محمد نیازی؛ یو تن دیني عالم هم په دې مراسمو کې وویل: هر مور ښځه ده؛ مګر هره ښځه مور نه ده. مور هغه سپېڅلې کلمه ده چې موږ نشو کولی هرې ښځې ته مور ووایو.
 
هغه په ​​اسلام کې د مور حیثیت ته په کتو سره وویل: په اسلامي او قرآني کلتور کې د مور تر پښو لاندې جنت دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د غبرګولي ٢٤مه هر کال په افغانستان کې د مور د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
 
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي په داسې حال کې د مور ملي ورځ لمانځي چې نړیواله ټولنه یې د ښځو او میندو له حقونو څخه په سرغړونې تورنه کړې ده.
 
د تېر کال له تحولاتو سره چې په افغانستان کې د پخواني حکومت له سقوط او د «اسلامي امارت» د بیا واکمنۍ لامل شول، د نجونو د ښوونځیو دروازې لا هم د زده کوونکو پر مخ تړلې، حجاب لازمي ګرځول شوی او نور محدودیتونه وضع شوي دي.
 
شمسي احمدي د دې پروګرام په اړه افغان غږ خبری آژانس ته وويل: "ميندې پر خپلو ماشومانو بې شمېره حقونه لري."
 
هغه په ​​دې خبرې سره چې "اسلامي امارت" باید د ښځو ستونزو ته غاړه کیږدي، زیاته کړه: د مور د ورځې غوره نمانځنه په حکومت کې د ښځو ګډون دی.
 
https://avapress.com/vdcbzab50rhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته