کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شمال کې خونړۍ ترافیکي پېښې؛ په دریو میاشتو کې ۱۳۰۰ تنه مړه او ټپیان شوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مزارشریف , 25 جوزا 1401 ساعت 11:27

په شمال کې د فاریاب، سرپل او سمنګان ولایتونو او په شمال ختیځ کې کندز کې روغتیايي چارواکي وايي چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان په ترافیکي پېښو کې مړه او ټپیان شوي او ولایتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.


آوا - مزارشریف: محمد نعیم منګل؛ د کندز د حوزوي روغتون مشر آوا ته وويل: د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې په ترافيکي پېښو کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۷۴ تنه ټپيان د کندز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې دا د تېرو کلونو په پرتله په ترافيکي پېښو کې زياتوالی ښيي.
 
دغه راز د سمنګان د ولايتي روغتون مسؤلينو هم آوا ته وويل: د روان کال له پيل څخه د چوزا د مياشتې تر دريمې نېټې پورې په دغه روغتون کې د ترافيکي پيښو له امله يو تن مړ او ٢٢٠ ټپيان ثبت شوي دي.
 
د فارياب د عامې روغتيا وزارت هم په ترافيکي پېښو کې د مرګ ژوبلې او ټپيانو لوړه شمېره ښيي.
 
عجب خان حمیدي د فارياب د عامې روغتيا رئيس آوا ته وويل: د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د ترافيکي پېښو له امله د ميمنې ولايتي روغتون ته شپږ تنه وژل شوي او ٤٣٠ ټپيان لېږدول شوي دي.
 
د جوزجان د عامې روغتيا رياست وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې په ترافيکي پېښو کې لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي او تر ٢١٤ زيات ټپيان دي.
 
د جوزجان د عامې روغتيا رئيس عبدالغني صميم وايي، په دغه ولايت کې ترافيکي پېښې په بې ساري ډول زياتې شوې دي.
 
په ولایتونو کې روغتیايي چارواکي ټینګار کوي چې د ترافيکي پېښو د مرګ ژوبلې کچه د ولایتي روغتونونو له ثبته لوړه ده او د ټپیانو شمېر شخصي روغتونونو ته لېږدول کېږي او یو شمېر وژل شوي کسان روغتونونو ته له لېږدولو پرته خاورو ته سپارل کېږي.
 
د ترافيکي قوانينو په اړه د موټر چلوونکو نه پوهاوى، ډېر سرعت او د معياري سړکونو نشتوالى د ترافيکي پېښو لاملونه بلل کېږي.
 
عبیدالله عابدي؛ د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند آوا ته وویل: "په کندز کې د ترافيکي پېښو اصلي لامل په ښار کې د ریکشو ډېروالی دی، چې شمېر یې له ۲۰ زرو څخه ډېر دی."
 
هغه زیاته کړه، د کندز امنیه قومانداني پلان لري چې د ترافیکي پېښو د کمولو په موخه ټولو بې جوازه ښاري موټرو ته اسناد او جوازونه وویشي.
 
دغه راز د فارياب ولايت سيمه ييزو مسوولينو هم د دغه ولايت د لويو لارو د ترميمولو هڅې پيل کړې او ټينګار کوي چې د سړکونو په پاخه کولو سره به ترافيکي پېښې کمې شي.
 
 


د مطلب کود: 254287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254287/په-شمال-کې-خونړۍ-ترافیکي-پېښې-دریو-میاشتو-۱۳۰۰-تنه-مړه-او-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com