دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 254306
افغان کرېکټ لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لړۍ کې له زمبابوې څخه شل لوبې وګټلې
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دریو نړیوالو سیالیو کې له دریو شل اوریزو لوبو وروسته زمبابوې ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، پرون په وروستۍ شل اوره مسابقه کې، د افغانستان د ملي لوبډلې په ترکیب کې بدلون راوړل شوی و او د لومړي ځل لپاره نور احمد لکڼوال ته موقع ورکړل شوه چې ښه وځلېد.
 
دا بري د افغانستان د درجه بندۍ او نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره څومره اهمیت لري؟
 
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې په کوربه توب د یو ورځینیو او شل اوره سیالیو مسابقې په داسې حال کې وګټلې چې هیڅ لوبه یې ونه بایلله.
 
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک په دغو سیالیو کې د افغانستان د لوبډلې د بریو د اهمیت په اړه وايي: "د یو ورځنیو سیالیو په فارمټ کې، چې د یو ورځنیو سیالیو له سوپر لیګ سره اړه لري، افغانستان ۳۰ پواینټونه ترلاسه کړل چې د دغو پواینټونو په ترلاسه کولو افغانستان د سوپر لیګ سیالیو په درجه بندۍ کې د هندوستان او انګلیستان په شان تر سترو هېوادونو وړاندې شو او تر اوسه پورې دوهم مقام لري او دا د افغانستان لپاره ډېره ګټه کولی شي ځکه چې له همدغو سیالیو څخه نېغ په نېغه نړیوال جام ته لاره ومومي."
 
افغان لوبډلې له زمبابوې ټولې لوبې وګټلې او هيڅ يوه لوبه يې ونه بايلله
 
افغانستان نه یوازې درې واړه یو ورځینۍ مسابقې بلکې درې واړه شل اوره مسابقې یې هم، چې د زمبابوې په کوربه توب په حرارې کې وشوې، وګټلې.
 
نجیب الله ځدراڼ د دغو مسابقو غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
 
که څه هم شل اوره سیالۍ د یو ورځنیو په شان کوم بل پړاو ته د رسېدو لپاره نه وې، خو ښاغلی هوتګ وايي: "دا بری د افغان لوبغاړو پر روحیه ډېر مثبت اغېز لرلی شي او ورسره په یو وخت ځوانو لوبغاړو ته فرصت برابر شو چې په دې سیالیو کې ولوبېږي."
 
پرون په درېیمه یا وروستۍ شل اوره سیالۍ کې د افغان ملي ټیم په ترکیب کې د تېرو لوبو په پرتله ډېر بدلون راوړل شوی و. دا سیالي افغانستان په ۳۵ منډو وګټله.
 
۱۷ کلن نور احمد لکڼوال ته، چې د افغانستان تر نولس کلونو به کشره لوبډله کې لوبېږي، موقع ورکړای شوه چې په وروستۍ شل اوره سیالۍ کې میدان ته راووځي.
 
ده په څلورو اورونو کې په داسې حال کې ۴ لوبغاړي وسوځول چې یوازې یې ۱۰ منډې ورکړې او له همدې کبله د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
 
https://avapress.com/vdcfxjd0vw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته