دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 254384
په کابل کې څو چاودنې وشوې
عیني شاهدانو د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند کارته پروان سیمه کې د څو پرله پسې چاودنو خبر ورکړی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عینی شاهدانو په وینا، چاودنه نن شنبه (د غبرګولی ۲۸) د هندوانو و درمسال ته نږدې شوې.
 
عيني شاهدان وايي، له څو چاودنو وروسته په سيمه کې ډزې هم پيل شوې دي.
 
منجیندر سینگ سیرسا؛ په ډيلي کې د سيکانو د درمسالونو د کمېټې مشر وايي، په کابل کې د هندوانو پر يوه درمسال باندي ترهګریز بريد شوی.
 
نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې چاودنه د دغه درمسال په سیمه کې شوې ده.
 
ښاغلي سرسا زیاته کړه چې له ګورنامو سنګ سره؛ د کارته پروان د درمسال مسؤل کس دا خبره کړې ده.
 
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې ښيي چې افغان هندوانو ته په پېښه کې زیان نه دی رسېدلی او د ځینو راپورونو له مخې دوی نن سهار د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره راټول شوي وو.
 
تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه کومې ډلې یا فرد د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
 
د يادونې وړ ده، چې دوه کاله وړاندې د ١٣٩٩ لمريز کال د سلواغې په شپږمه نېټه يو شمېر ترهګر د هندوانو درمسال ته ننوتل او لسګونه کسان يې ووژل.
 
 له بلې خوا دا برید په داسې حال کې کیږي چې ذبیح الله مجاهد؛ د اسلامي امارت یوه ویاند تیره اونۍ وویل چې حکومت مدني او مذهبي آزادۍ د ساتنې او د افغانانو د ټولو برخو ملاتړ ته ژمن دی.
 
https://avapress.com/vdcbwab5arhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته