کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مارکس پوتزل په افغانستان کې د ملګری ملتونو ځانګړی استازی شو

28 جوزا 1401 ساعت 10:30

انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو د سرمنشي مارکس پوتزل، چې پخوا یې د افغانستان لپاره جرمني د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې، اوس د افغانستان لپاره د ملګری ملتونو د ځانګړي استازي په توګه يی نومولی دی.


آوا، د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند مرستیال فرحان حقیار د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) تایید کړه چې ښاغلی پوتزل به په افغانستان کې د دغه سازمان د سیاسي استازي په توګه دنده ترسره کړي.
 
نوموړي د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سازمان نوی مرستیال استازی په نړیواله کچه د دیپلوماتیکو ماموریتونو په ترسره کولو کې ۲۷ کلنه تجربه لري.
 
مارکس پوتزل یو جرمني دیپلومات دی چې د ډنمارک ډیپلومات ډاکټر نوډسن پر ځای د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ټاکل شوی دی.
 
ښاغلی پوتزل له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په کابل کې د آلمان سفیر و او له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې یې په افغانستان کې د دغه هیواد د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.
 
تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی به خپله دنده څه وخت شروع کړي.
 
دا په داسي حال کې ده چي دیبورا لاینز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازې په توګه خپل ماموریت پای ته ورسوله.
 
میرمن دیبورا لاینز په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ملګری ملتونو ځانګری استازي د افغانستان لپاره وټاکل شوه.
 
د یادوني وړ ده چي ښاغلي پوتزل په جرمني، انګلیسي او فارسي ژبو باندي تسلط لري.
 


د مطلب کود: 254395

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254395/مارکس-پوتزل-په-افغانستان-کې-د-ملګری-ملتونو-ځانګړی-استازی-شو

آوا
  https://www.avapress.com