فارن پالیسي ورځپاني په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې امریکا د اسلامي امارت د چارواکو د سفر د معافیت پر غځولو غور کوي. دا معافیت اوس مهال د دې کال د جون تر ۲۰ پورې دوام لري.
د امریکا لخوا د اسلامي امارت د چارواکو لپاره د سفري معافیت د غځولو په اړه غور کیږي
28 جوزا 1401 ساعت 10:49
فارن پالیسي ورځپاني په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې امریکا د اسلامي امارت د چارواکو د سفر د معافیت پر غځولو غور کوي. دا معافیت اوس مهال د دې کال د جون تر ۲۰ پورې دوام لري.
آوا، فارن پالیسي ورځپاني زیاته کړې، چې د امریکا متحده ایالات د ټرمپ د دورې د معافیت د غځولو په اړه په داخلي بحث کې ښکیل دي، چې له مخې به یې د اسلامي امارت مشرانو ته له افغانستان څخه بهر د سفر اجازه ورکړل شي.
د اسلامي امارت پر مشرانو د سفري بندیز لیرې کول د جون په ۲۰ پای ته رسیږي.
د امریکا د ملي امنیت شورا وايي تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو د سفر بندیز د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لیرې شو چې د امریکا او اسلامي امارات ته د سولې خبرو ته لاره هواره کړه.
د جوبایډن حکومت اوس د بشري حقونو د ډلو تر فشار لاندې دی چې بندیزونه بیرته ولګوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا یو شمیر چارواکي په دې باور دي چې بندیزونه باید بیا ولګول شي، راپور وايي؛ ځکه دوی د ښځو او نجونو د ظلم په کمولو، د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو او د بشري حقونو د درناوي په برخه کې د پاتي راغلي.
خو نور چارواکي په دې باور دي چې پر اسلامي امارت د بندیزونو لګول به له دوی سره هر ډول خبرې اترې له خنډ سره مخ کړي.
ځینې ډیپلوماتان په دې باور دي چې د اسلامي امارت د چارواکو له خوا پر سفرونو د بندیزونو بیا لګول ښايي پر وضعیت لږ اغیز ولري. دا ځکه چې دې ډلې له یوه کال څخه په کمه موده کې هیڅ ډول فشار ته غاړه نه ده ایښې.
د مطلب کود: 254397