دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 254397
د امریکا لخوا د اسلامي امارت د چارواکو لپاره د سفري معافیت د غځولو په اړه غور کیږي
فارن پالیسي ورځپاني په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې امریکا د اسلامي امارت د چارواکو د سفر د معافیت پر غځولو غور کوي. دا معافیت اوس مهال د دې کال د جون تر ۲۰ پورې دوام لري.
افغان غږ خبری آژانس، فارن پالیسي ورځپاني زیاته کړې، چې د امریکا متحده ایالات د ټرمپ د دورې د معافیت د غځولو په اړه په داخلي بحث کې ښکیل دي، چې له مخې به یې د اسلامي امارت مشرانو ته له افغانستان څخه بهر د سفر اجازه ورکړل شي.
 
د اسلامي امارت پر مشرانو د سفري بندیز لیرې کول د جون په ۲۰ پای ته رسیږي.
 
د امریکا د ملي امنیت شورا وايي تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
 
په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو د سفر بندیز د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لیرې شو چې د امریکا او اسلامي امارات ته د سولې خبرو ته لاره هواره کړه.
 
د جوبایډن حکومت اوس د بشري حقونو د ډلو تر فشار لاندې دی چې بندیزونه بیرته ولګوي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا یو شمیر چارواکي په دې باور دي چې بندیزونه باید بیا ولګول شي، راپور وايي؛ ځکه دوی د ښځو او نجونو د ظلم په کمولو، د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو او د بشري حقونو د درناوي په برخه کې د پاتي راغلي.
 
خو نور چارواکي په دې باور دي چې پر اسلامي امارت د بندیزونو لګول به له دوی سره هر ډول خبرې اترې له خنډ سره مخ کړي.
 
ځینې ​​ډیپلوماتان په دې باور دي چې د اسلامي امارت د چارواکو له خوا پر سفرونو د بندیزونو بیا لګول ښايي پر وضعیت لږ اغیز ولري. دا ځکه چې دې ډلې له یوه کال څخه په کمه موده کې هیڅ ډول فشار ته غاړه نه ده ایښې.
 
https://avapress.com/vdcf1jd0ew6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته