کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اقتصادي فشار د بلخ د خبریالانو د دندي د تغیر سبب شوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مزارشریف , 28 جوزا 1401 ساعت 12:14

د بلخ ولایت یو شمېر خبریالان وايي، چې د هېواد اقتصاد بحران د رسنیو پر ټولنه ناوړه اغېز کړی، چې ډېر شمېر خبریالان خپلې دندې پرېږدي او هغه کسان چې لا هم د خبریالانو په توګه کار کوي د ژوند له جدي ستونزو سره مخ دي.


آوا - بلخ: افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې د ملی او نړیوالو رسنیو او د خبریالانو د پراخ فعالیت شاهد و، چې د عامه پوهاوی، اطلاعاتو ته د اسانه لاس رسی، تفریح، خدمتونو او روغتیایی پوهاوی او حتی د خلکو ترمنځ د نږدیوالی احساس په رامنځته کولو کي خورا ښه رول لوبولي دي چي دا غورځنګ یوه له مثبتو لاسته راوړنو څخه دي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د غربي هېوادونو او نورو هېوادونو د مالي انحصار له امله د ځینو رسنیو فعالیتونه کم شوي او له کاره لوېدلي دي. په پایله کې په سلګونو ځوان ژورنالیستان او د رسنیو کارکونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.
 
مرتضی صمیمي; د بلخ ولایت یوه خبریال له آوا سره په مرکه کې وویل: په دې وروستیو کې د رسنیو مالي ستونزو پر خبریالانو ډېر اقتصادي فشار راوړی او ځینو یې حتی خپلې دندې پرېښې او نورو کارونو ته مخه کړې.
 
هغه وويل، چې خبريالانو له څو کلونو راهيسې د رسنيو په برخه کې ډېر کار کړى، څو خلکو ته اطلاعات ورسوي؛ خو اوس يې سختو کارونو ته مخه کړې او مسوولينو ته پکار ده چې په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي او اجازه ورنه کړي چې د ټولنې وړ ځواکونه په اسانۍ سره په نورو دندو کې ضايع شي.
 
صمیمي زیاته کړه: "اسلامي امارت د نورو سکتورونو په څېر د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي."
 
دغه خبريال پر دولتي چارواکو هم غږ وکړ چې له ادارو څخه معلوماتو ته د لاسرسي زمينه برابره کړي او له خبريالانو سره يې د اسلامي امارت همکاري ښه وبلله.
 
دغه راز يو شمېر خبريالان وايي، چې د هېواد او ټولنې اقتصادي وضعيت ښه نه دى او له څو مياشتو راهيسې معاش نه دى تر لاسه کړى او دغه بهير دوې دي ته اړ کوي، چې د خبريال دنده پرېږدي او بلې دندې ته مخه کړي.
 
له بلې خوا عطا محمد ساهو؛ د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو او رسنیو آمر آوا ته وویل، له هغه وخته چې اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړي، موږ ته په بلخ کې د خبریالانو له خوا کوم شکایت نه دی رسیدلی او د خبریالانو هر ډول غوښتني ته په مثبت ډول  ځواب ورکړ شوي.
 
ده وويل، چې دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست تل له خبريالانو سره همکاري کړې او پروګرامونه يې په منظمه توګه همغږي کيږي او موږ په هر حالت او هر ځاى کې له خبريالانو سره مرسته او همکاري کوو او د ټولو خبريالانو لپاره د فعاليت زمينه برابره شوې ده .
 


د مطلب کود: 254405

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254405/اقتصادي-فشار-د-بلخ-خبریالانو-دندي-تغیر-سبب-شوي

آوا
  https://www.avapress.com