کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ د پولیسو د لیکو د تصفیې او بایومتریک بهیر پیل شو

28 جوزا 1401 ساعت 14:07

د بلخ د پولیسو ویاند ویلي چې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی بلخ ته د پولیسو د بایومیټریک او د خیالي ادارو او د مفسدو کسانو د ناوړه استفادې د مخنیوي په موخه د پولیسو د لیکو تصفي لباره راغلي.


آوا - بلخ: مولوی عبدالعزیز؛ د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له تروریزم سره د مبارزې رئیس له مزارشریف څخه د لیدنې پر مهال رسنیو ته وویل: د عسکرو د خیالي تنظیم د له منځه وړلو لپاره د پولیسو په لیکو کې مبارزه د دوی لومړیتوب دی. د کورنیو چارو وزارت او دغه بهیر د پولیسو د تشکیل او ثبات په برخه کې اغېزمن دی.
 
هغه وويل، د بلخ، سرپل، جوزجان او فارياب پوليس به په يوه رڼه پروسه کې ثبت او بايومټريک کېږي، څو د نورو حقونه تر پښو لاندې نه شي او ټولو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
 
د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې رئیس ومنله چې د پولیسو د لیکو د تصفیې بهیر د مستحقو کسانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو د مخنیوي په موخه په لاره اچول شوی.
 
مولوي عبدالحق همکار؛ د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین هم رسنیو ته ویلي، چې په بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د پولیسو د سرتېرو د ثبت او بایومټریک پروسې مسؤل دی. د پولیسو ځواک په رسمي ډول نه و راجستر شوی او په خپله خوښه فعالیت کوله؛ خو له ثبت او بایومتریک وروسته به د اسلامي امارت د پولیسو لپاره ځانګړې جامې وویشل شي.
 
هغه زیاته کړه، د پولیسو د سرتېرو د ثبت او بایومټریک پروسې په بشپړېدو سره د خیالي ادارو او هغو اسانتیاوو د ضایع کېدو مخه نیول کېږي، چې دوی ته ورکول کېږي او د پولیسو په لیکو کې باید شفافیت رامنځته شي، څو د ناوړه چلند مخه ونیول شي.
 
مولوي نعمت الله سیف الله؛ د بلخ امنیه قوماندان وايي: د کورنیو چارو وزارت له خوا د پولیسو د سرتېرو د ثبت او بایومټریک پروسې له پلي کېدو څخه ډېر خوښ یو او دغه اقدام د مجرمینو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې، د پولیسو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او د هغوی د خوندیتوب لپاره ارزښتناک دی.
 
محمد اصف وزیري؛ د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند مزارشريف ته د کورنيو چارو وزارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر د تاييدولو په ترڅ کې د آوا خبريال ته وويل: د دغه پلاوي له سفر وروسته بايد د پوليسو په ليکو کې اصلاحات رامنځته شي.
 


د مطلب کود: 254415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254415/د-بلخ-پولیسو-لیکو-تصفیې-او-بایومتریک-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com