کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند له مرکزي محبس څخه ۴۶ تنه روږدي له درملنې وروسته خوشي شول

28 جوزا 1401 ساعت 14:19

د هلمند له مرکزي زندان څخه ۴۶ تنه روږدي له څلور میاشتنۍ درملنې وروسته خوشي شول. دغه کسان د هلمند له لښکرګاه ښار او ګرشک ولسوالۍ څخه راټول او د درملنې په موخه مرکزي زندان ته لېږدول شوي وو


آوا - کندهار: ملا محمد احمد؛ د هلمند د مرکزي زندان مشر آوا ته وويل، چې د هلمند له مرکز لښکرګاه ښار او د ګرشک ولسوالۍ له بېلابېلو سيمو يې ۴۶ روږدي کسان راټول کړي او له څلورو مياشتو بشپړې درملنې وروسته يې بېرته خپلو کورنيو ته لیږلي دي.
 
هغه زياته کړه، چې دغه کسان اوس په ښه صحت کې دي او کورنيو ته يې ډاډ ورکړى، چې په راتلونکي کې به ددي ته پاملرنه وکړي، څو بيا نشه يي توکو ته مخه نه کړي.
 
هغه زياته کړه، هغه کسان چې اوس روغ دي او غواړي چې کار زده کړي او په قانوني ډول د خپلو کورنيو اړتياوې پوره کړي، د هلمند د ولايتي ادارې او د مرکزي زندان د مسوولينو په مرسته روزل کېږي.
 
د ملا احمد په وينا، د دوى لپاره يې ځانګړي کورسونه جوړ کړي او هر څوک چې د کار کولو لېوالتيا ولري اړوندې څانګې ته به ور وپېژندل شي.
 
د هلمند د محبس رئيس پر نويو روږدو کسانو ږغ وکړ چي د نشه يي توکو له استعمال، غلا او نورو غير قانوني کارونو څخه ډډه وکړي او د ټولني پر اوږو بار نه سي.
 
محمود; د روږدو کسانو له ډلې څخه يو تن دا هم وويل چې کورنۍ يې زندان ته وړي او له څو مياشتو راهيسې يې درملنه روانه وه او اوس يې روغتيا ښه ده.
 
محمود وويل چې اوس له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي او د خپلې کورنۍ لپاره به حلاله نفقه پیدا کوي.
 
حاجي وفا; د يوه معتاد پلار هم وويل، چې له چارواکو مننه کوي، چې د روږدو کسانو د بېرته عادي ژوند لپاره يې اقدام کړى؛ خو هغه زياته کړه، تر څو چې د هېواد په کچه اقتصادي ستونزه هواره نه شي، نو ډېر ستونزمن به وي چې ځوانان کنپرول شي. ځکه ځوانان اوس له بېکارۍ او ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، چې له امله یې ناسمو کارونو ته مخه کوي.
 


د مطلب کود: 254416

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254416/د-هلمند-له-مرکزي-محبس-څخه-۴۶-تنه-روږدي-درملنې-وروسته-خوشي-شول

آوا
  https://www.avapress.com