د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د تروريزم پر ضد د مبارزې رياست امنيتي ځواکونو د ښار په لسمه ناحيه کي د پوليسو د يوه پخواني افسر له کور څخه يوه اندازه مهمات نيولي دي.
په کندهار کې د پولیسو د یوه پخواني افسر له کور څخه مهمات نیول شوي
28 جوزا 1401 ساعت 14:36
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د تروريزم پر ضد د مبارزې رياست امنيتي ځواکونو د ښار په لسمه ناحيه کي د پوليسو د يوه پخواني افسر له کور څخه يوه اندازه مهمات نيولي دي.
آوا - کندهار: مولوي زاید د والي د ویاند د دفتر مسؤل آوا ته وویل، چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو او د سپین بولدک د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت نن (شنبه، د غبرګولي ۲۸مه) دکندهار ښار په لسمه ناحیه کي د سپکي او درني وسلي چي د اوبو په یوه ټانکي کي ځای پر ځای شوي وه نیولي دي.
هغه زياته کړه چې د پېښې په تړاو يو تن نيول شوى دى.
هغه وويل: "دا وسلي د پخواني رژيم دي او غوښتل يې چې نامعلوم ځاى ته يې انتقال کړي."
د ښاغلي زید په خبره، یاد کس په تېر حکومت کې له امنیه قومندانۍ او د کندهار له قول اردو څخه مهمات رایستل او پلورل يي، چې دا د بیت المال څخه غلا ده.
تر دې وړاندې د کندهار امنیه قومندانۍ او ۲۰۵ البدر قول اردو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې چې یو شمېر یې پاکستان ته قاچاقېدې نیولې وي.
د مطلب کود: 254419