کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات تاریخي ابدات د دغه ولایت د هویت او کلتور استازیتوب کوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) هرات , 28 جوزا 1401 ساعت 15:12

د هرات ولايت د تاريخي ابداتو مسئولين د هېواد د فرهنګي ميراثونو ارزښت او حيثيت ته په اشارې سره وايي چې د هرات تاريخي ابدات د دغه ولايت د هويت او فرهنګ استازيتوب کوي او د ساتنې لپاره يې جدي هلې ځلې به وشي.


آوا، د هرات د تاریخي ابداتو مسئول زلمی صفا وايي: په تېرو څو کلونو کې د هرات د تاریخي ابداتو ساتنې ته جدي پاملرنه نه ده شوې او له همدې امله د هرات اکثره تاریخي ابدات ترمیم ته اړتیا لري.
 
صفا زياته کړه، چې د هرات د تاريخي ابداتو د نړېدو د مخنيوي لپاره سيمه ييز او مرکزي حکومت ته اړتيا ده چې د هرات د تاريخي ابداتو د بيارغونې لپاره زياته بوديجه ځانګړې کړي.
 
په ورته وخت کې يو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي، چې د هرات تاريخي ابدات د دغه ولايت د هويت او کلتور څرګندونه کوي.
 
د افغانستان او نړۍ د کلتوري ميراثونو د ساتنې د قانون له مخې هر هغه تاريخي اثار چې له سلو کلونو څخه زيات عمر ولري، کلتوري ميراث ګڼل کيږي.
 
 په دې لړ کې هرات د سیمې او نړۍ له مشهورو ولایتونو څخه دی چې له ۷۸۰ څخه زیات تاریخي ابدات لري.
 
په همدې حال کې د مولانا نورالدین عبدالرحمن جامي د مقبرې د پنځمې منار د بیارغونې چارې د تکا موسسې او اغاخان بنسټ  په مالي مرسته پیل شوې او د بیارغونې چارې یې دوام لري.
 


د مطلب کود: 254424

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254424/د-هرات-تاریخي-ابدات-دغه-ولایت-هویت-او-کلتور-استازیتوب-کوي

آوا
  https://www.avapress.com