کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د کتاب درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 28 جوزا 1401 ساعت 15:24

په کابل کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په نوښت او د خپرونکو د یوې ډلې په همکارۍ د کتاب درې ورځنی نندارتون پرانستل شو.


آوا - کابل: د ابن سینا د لوړو زده کړو مؤسسه د خپرونکو په همکارۍ، د فرهنګي محصولاتو او سیمه ییزو خپرونکو په ملاتړ نن د دریو ورځو لپاره د استادانو، محصلینو او ښوونکو په ګډون د کتابونو نندارتون پرانیستل شو.
 
ظاهر حلیمي، د ابن سینا پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په دغه پروګرام کې وویل: اسلامي امارت باید د دغه ډول نندارتونونو ملاتړ وکړي. ځکه چې د دوی له ملاتړ پرته به د لوستلو کلتور وده ونه کړي.
 
هغه همدا راز وویل: بریالۍ ټولنه هغه ده چې کتابونه پکې لیکل کیږي، کتابونه لوستل کیږي او خلک له کتابونو سره اشنا وي، نو که د اسلامي نړۍ د سپیڅلي تمدن پاڼې وګرځوو، له قیمتي کارونو ډکې به وي.
 
حليمي زياته کړه: "هغه څه چې په اسلام کې د بنسټيز ارزښت په توګه تعريف شوي، کتاب او قلم دي." دا ناشونې ده چې په ټولنه کې لوستل، لیکل شتون ونلري.
 
نوموړي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو ته په اشارې سره وویل: زده کړه یو اساسي انساني او شرعي حق دی چې هر انسان یې د زده کړې حق لري، له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه داده چې د نجونو د تعلیم او تربیې ستونزې حل کړي.
 
خو حمیدالله عباد؛ د لوړو زده کړو وزارت د تقررونو رئيس هم د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې وويل: د دغه نندارتون جوړېدل ښه خبره.
 
هغه زیاته کړه: "ځینې کتابونه باید ولوستل شي، ځینې باید وسوځول شي، ځکه چې کتاب ټولنه جوړوي او که په پوهنتونونو کې د زده کړو مناسبه زمینه برابره نه شي، په ټولنه کې به نورو ستونزو ته لاره هواره کړي."
 
هغه وويل، کتاب د پوهاوي، سوکالۍ، سولې او امنيت لامل کېږي او زياته يې کړه: "د کتاب په لوستلو سره به بحرانونو ته د حل لار پيدا شي او که د لوستلو فرهنګ دود شي، نو ځوان نسل به له کتاب سره اشنا شي."
 
د يادونې وړ ده، چې د کتابونو په دغه نندارتون کې، چې په کابل کې د ابن سينا ​​د لوړو زده کړو موسسې په مرکز کې پرانيستل شوى، د بېلابېلو خپرونو بېلابېل کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
 


د مطلب کود: 254426

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254426/په-کابل-کې-د-کتاب-درې-ورځنی-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com