د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره د افغانستان له ماشومانو سره بشري، طبي او تعلیمي مرستو ته دوام ورکوي.
یونیسف له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
28 جوزا 1401 ساعت 15:44
د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره د افغانستان له ماشومانو سره بشري، طبي او تعلیمي مرستو ته دوام ورکوي.
آوا - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ماشومانو د ساتنې ادارې عمومي رئیس ژمنه کړې چې د افغانستان له ماشومانو په ځانګړې توګه په تعلیمي برخه کې به ملاتړ کوي.
هغه وویل چې د افغانستان راتلونکې په دې پورې اړه لري چې ماشومان څنګه زده کړې کوي. له همدې امله، د ماشومانو فزیکي، رواني او تعلیمي روغتیا زموږ لپاره مهم دی.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې له وروستيو پېښو وروسته د ډېرو خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژوند شرايط، د خوړو خونديتوب او رواني روغتيا د نړيوالو مرستندويه سازمانونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو اندېښنې راپارولي دي.
د مطلب کود: 254431