افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ماشومانو د ساتنې ادارې عمومي رئیس ژمنه کړې چې د افغانستان له ماشومانو په ځانګړې توګه په تعلیمي برخه کې به ملاتړ کوي.
هغه وویل چې د افغانستان راتلونکې په دې پورې اړه لري چې ماشومان څنګه زده کړې کوي. له همدې امله، د ماشومانو فزیکي، رواني او تعلیمي روغتیا زموږ لپاره مهم دی.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې له وروستيو پېښو وروسته د ډېرو خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژوند شرايط، د خوړو خونديتوب او رواني روغتيا د نړيوالو مرستندويه سازمانونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو اندېښنې راپارولي دي.