تاریخ انتشار :يکشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 254445
له اوبو څخه د برښنا د تولید لپاره د ۱۶ پروژو د پلي کیدو لپاره هڅي رواني دي
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي؛ «د روسيي، ایران، امریکا، چین او ترکیي هيوادونو ځینو پانګوالو د انرژۍ په تولید کي پانګوني ته لیوالتیا ښودلي»، خو تر اوسه د کومي ځانګړي پروژي د ترسره کولو لپاره ورسره هوکړي رسیدلي نه یوو.
افغان غږ خبری آژانس، د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو څرګنده کړي، چي په هيواد کي د برښنا د تولید لپاره نه ستړي کيدونکي هڅي رواني دي او پدي اړه یي کورني او بهرني پانګوال پانګوني ته هم هڅولي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو زیاته کړي؛ د روسيي، ایران، امریکا، چین او ترکیي هيوادونو ځینو پانګوالو د انرژۍ په تولید کي پانګوني ته لیوالتیا ښودلي؛ خو تر اوسه د کومي ځانګړي پروژي د ترسره کولو لپاره ورسره هوکړي رسیدلي نه یوو.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مولوي اخترمحمد نصرت وایي: مونږ سره کورني او بهرني پانګوال که هغه د روسیي دي که د چین، که د تر کیي؛ د بيلابيلو هيوادونو له پانګوالو سره مو خبري رواني دي او په اړوند برخو کي یي پانګوني ته لیوالتیا ښودلي ده.

د اقتصادي چارو کارپوهانو هم ويلي، چي که په هيواد کي د انرژۍ د تولید په اړه پانګوال پانګوني ته وهڅول شي افغانستان به له اقتصادي بحران څخه وایستل شي او له بيلابيلو سرچینو څخه د انرژۍ تولید کولی شي د هيواد په اقتصاد وده او پراختیا کي رغنده او اړین اغيزه ولري.
 
 
دا په داسي حال کي ده، چي افغانستان دمګړۍ ديره برښنا له ګاونډ هيوادونو واردوي، چي د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخي مونږ د کال ۲۵۰ میلیون ډالرنورو هيوادونو ته د برښنا لګښت ورکوو.
 
https://avapress.com/vdcjxxe8iuqeixz.b,fu.html
ارسال نظر
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

پربيننده ترين