کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له اوبو څخه د برښنا د تولید لپاره د ۱۶ پروژو د پلي کیدو لپاره هڅي رواني دي

29 جوزا 1401 ساعت 8:48

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي؛ «د روسيي، ایران، امریکا، چین او ترکیي هيوادونو ځینو پانګوالو د انرژۍ په تولید کي پانګوني ته لیوالتیا ښودلي»، خو تر اوسه د کومي ځانګړي پروژي د ترسره کولو لپاره ورسره هوکړي رسیدلي نه یوو.


آوا، د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو څرګنده کړي، چي په هيواد کي د برښنا د تولید لپاره نه ستړي کيدونکي هڅي رواني دي او پدي اړه یي کورني او بهرني پانګوال پانګوني ته هم هڅولي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو زیاته کړي؛ د روسيي، ایران، امریکا، چین او ترکیي هيوادونو ځینو پانګوالو د انرژۍ په تولید کي پانګوني ته لیوالتیا ښودلي؛ خو تر اوسه د کومي ځانګړي پروژي د ترسره کولو لپاره ورسره هوکړي رسیدلي نه یوو.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مولوي اخترمحمد نصرت وایي: مونږ سره کورني او بهرني پانګوال که هغه د روسیي دي که د چین، که د تر کیي؛ د بيلابيلو هيوادونو له پانګوالو سره مو خبري رواني دي او په اړوند برخو کي یي پانګوني ته لیوالتیا ښودلي ده.

د اقتصادي چارو کارپوهانو هم ويلي، چي که په هيواد کي د انرژۍ د تولید په اړه پانګوال پانګوني ته وهڅول شي افغانستان به له اقتصادي بحران څخه وایستل شي او له بيلابيلو سرچینو څخه د انرژۍ تولید کولی شي د هيواد په اقتصاد وده او پراختیا کي رغنده او اړین اغيزه ولري.
 
 
دا په داسي حال کي ده، چي افغانستان دمګړۍ ديره برښنا له ګاونډ هيوادونو واردوي، چي د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخي مونږ د کال ۲۵۰ میلیون ډالرنورو هيوادونو ته د برښنا لګښت ورکوو.
 


د مطلب کود: 254445

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254445/له-اوبو-څخه-د-برښنا-تولید-لپاره-۱۶-پروژو-پلي-کیدو-هڅي-رواني-دي

آوا
  https://www.avapress.com