کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې ترافیکي پېښې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

29 جوزا 1401 ساعت 9:14

د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په کلات ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.


آوا، د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی رحمت الله حماد نیازی وایی، پیښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د زابل ولایت د نورک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
نيازي دا هم وويل چې په پېښه کې دوه فیلډر او يو ټېلر سره ټکر شوي دي. د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
 
د زابل د ترافيکو مدير مل پاسوال احمدالله هم په دې پېښه کې د پنځو تنو د وژل کېدو او يو ټپي کېدو پخلى کوي. هغه وويل، قربانيان ټول نارينه دي.
 
په همدې حال کې د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمي هم تایید کړې، چې روغتون ته پنځه جسدونه او یو ټپي ور وړل شوي دي.
 
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي. د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه دي.
 


د مطلب کود: 254448

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254448/زابل-کې-ترافیکي-پېښې-۶-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com