کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ستانکزی: بهرنیانو ته اجازه نه ورکوو چې په افغانستان او سیمه کې حضور ولري

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 29 جوزا 1401 ساعت 13:54

شیر محمد عباس ستانکزی؛ داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي چې له نورو ګاونډيو هيوادونو سره د يووالي په رامنځته کولو سره به بهرنيانو ته اجازه ورنکړي چې افغانستان او سيمې ته ننوځي . ځکه چې په سیمه کې د بهرنیانو شتون سیمه بې ثباته کوي.


آوا - کابل: "له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو راتلونکی" تر عنوان لاندې غونډه نن یکشنبه (د غبرګولي ۲۹) د دولتي چارواکو په ګډون په کابل کې جوړه شوه.
 
شیر محمد عباس ستانکزی؛ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې ناسته کې وویل: "هغه سوله چې نن په افغانستان کې تر لاسه شوي، زموږ د درې میلیونو څخه د زیاتو مجاهدینو د وینې پایله ده."
 
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه: "موږ د خپلو مجاهدینو په وینو سره د پاکستان او ایران هېوادونه ساتلي او ۱۵ اسلامي هېوادونه مو د شوروي له واکمنۍ څخه ازاد کړي دي."
 
هغه له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان د څلور لسیزو مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او وې ویل: دغو دوو ګاونډیو هېوادونو په تېرو څلورو لسیزو کې په میلیونونو افغان کډوالو ته په پناه ورکولو سره خپل اسلامی مسئولیت ادا کړی دی.
 
ستانکزي وویل: موږ پر ګاونډیو هیوادونو غږ کوو چې د مهاجرینو د راستنیدو انتظار وکړي او د مهاجرینو د میلمه پالنې په برخه کې له هغوی سره د مسلمانانو په څیر چلند وکړي.
 
هغه د ایران او پاکستان هیوادونو ته په خطاب کې وویل: هغه مهاجرین چې ستاسو په هیوادونو کې شتون لري هغه دي چې تاسو یې د شوروي اتحاد او امریکا له منګولو وژغورل او دا مهاجرین به ستاسو په هیوادونو کې اتلان شي او تاسو به ورسره انساني چلند وکړئ.
 
نوموړي پر ګاونډيو هېوادونو هم غږ وکړ، چې خپلې پولې پرانيزي او له افغانانو سره د سوداګرۍ، سياسي او تعليمي اړيکو اسانتياوې رامنځته کړي.
 
هغه وويل: "اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، موږ بهرنيو پانګوالو ته اړتيا لرو او پر بهرنيو پانګوالو غږ کوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي."
 
هغه زیاته کړه: موږ ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې افغانستان یو پل دی او د سیمې له هېوادونو سره ښو اړیکو ته ژمن یو.
 
هغه وویل، «له نورو ګاونډیو هېوادونو سره په ملګرتیا سره به بهرنیانو ته اجازه ورنکړو چې افغانستان او سیمې ته ننوځي. ځکه چې په سیمه کې د بهرنیانو شتون سیمه بې ثباته کوي.
 


د مطلب کود: 254481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254481/ستانکزی-بهرنیانو-ته-اجازه-نه-ورکوو-چې-په-افغانستان-او-سیمه-کې-حضور-ولري

آوا
  https://www.avapress.com