کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مخابراتو پخوانی وزیر کابل ته راستون شو

29 جوزا 1401 ساعت 14:04

د مخابراتو پخوانی وزیر له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون په بلنه پرون شنبه (د غبرګولي ۲۸) کابل ته راستون شو.


آوا، د مخابراتو پخوانی وزیر امیرزی سنګین او د افغان ټیلی کام پخوانی رئیس جنت فهیم د اسلامي امارت په بلنه د شنبې په ماښام کابل ته راستانه شول.
 
د اسلامي امارت د دعوت اوارشاد کمیسیون اعلان کړی چې پرون ماښام (غبرګولي ۲۸) یې د کابل په هوایي ډګر کې د امیرزي سنګین هرکلی وکړ.
 
امیرزي سنګین او جنت فهیم د اسلامي امارت د دعوت او هرکلي ستاینه کړې ده.
 
په دې وروستیو ورځو کې د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ په ګډون د افغان حکومت یو شمېر نور چارواکي؛ د حج او اوقافو پخوانی وزیر صدیق چکري او د برشنا پخوانی رییس امان الله غالب کابل ته راستانه شوي.
 
د دغو اشخاصو بیرته راګرځیدل په ټولنیزو رسنیو کې د منفي غبرګونونو څپې سره مخ شوي، چې د اسلامي امارت پر حکومت نیوکه کړې او ویلي دی چي دوی "د پخوانی حکومت غله" رابللي.
 


د مطلب کود: 254483

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254483/د-مخابراتو-پخوانی-وزیر-کابل-ته-راستون-شو

آوا
  https://www.avapress.com