کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو مخه نیسي

29 جوزا 1401 ساعت 14:11

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ امریکا دي.


آوا - کابل: مجاهد زیاته کړه: دغه هیواد (امریکا) نورو هیوادونو ته اجازه نه ورکوي چې په دې برخه کې اقدام وکړي او نه یې هم په دې برخه کې کوم ګام پورته کړی دی.
 
د طالبانو له خوا د کابل د نیولو لس میاشتې وروسته، تراوسه هیڅ هیواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی.
 
له دې وړاندې سراج الدین حقاني له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې اسلامي امارت اوس مهال له امریکا سره دښمني نه لري. خو امریکا تل ویلي چې دوی طالبان څاري، نه د دوی خبرې.
 
د يادونې وړ ده، چې د بشري حقونو مسئلې ته پاملرنه، له شپږم ټولګي څخه د نجونو د ښوونځيو پرانيستل، د يوه ټول شموله حکومت جوړول او ښځو ته د ګډون حق ورکول د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالاتو له اساسي غوښتنو څخه دي.


د مطلب کود: 254485

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254485/امریکا-د-اسلامي-امارت-رسمیت-پیژندلو-مخه-نیسي

آوا
  https://www.avapress.com