دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 254486
افغان هندوانو او سکانو ته د ویزو ورکولو بهیر ګړندی به شي
په کابل کې د هندوانو پر یوه درمسال د داعش له برید وروسته چې پرون شنبه (جوزا ۲۸) ترسره شوه نن یکشنبه (جوزا ۲۹) د هند د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تر سلو زیاتو افغان هندوانو او سکانو ته به د ویزو ورکولو بهیر ګړندی کړي.
افغان غږ خبری آژانس، الکترونیکي ویزې له افغانستان څخه د هغو سیکانو او هندوانو د ایستلو اسانتیا برابروي چې له خطر سره مخامخ دي.
 
د شنبې په ورځ سهار وختي (د جوزا په ۲۸) وسله والو د کابل په کارته پروان سیمه کې د هندوانو پر یوه درمسال برید وکړ.
 
د اوسيدونکو په وينا، بريد له څو چاودنو سره مل و. خو د کورنیو چارو وزارت د یوه لاسي بم او یوه موټر بم پخلی کوي. د وزارت په وینا په برید کې لږ تر لږه یو هندو تبعه او یوه اسلامي امارت سرتیري وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي دي.
 
داعش ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي، چې دا یې د هندي چارواکو له خوا د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په غبرګون کې کړی دی.
 
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دغه برید غندلی او هغه یې ترهګریز او بزدلانه بللی دی.
 
هندي چارواکو ویلي، د هند د ملي تحقیقاتو اداره (NIA) د پرونۍ حملې په اړه څېړنې کوي. دا اوس مهال په کابل کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۵ د برید په اړه هم څیړنه کوي چې په کې د یوه هندي وګړي په ګډون ۲۷ هندو ملکي وګړي ووژل شول.
 
هندي چارواکي وايي، اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ هندوان او سکهان مېشت دي. یوه چارواکي وویل، "چي دا کوچنی اقلیت اوس تر جدي ګواښ لاندې دی."
 
https://avapress.com/vdceve8wpjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته