کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د رواني ناروغانو په شمېر کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی

29 جوزا 1401 ساعت 15:16

په کندهار کې د رواني ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی. د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته هره ورځ لسګونه ناروغان مراجعه کوي، چې د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.


آوا - کندهار: په کندهار کې د عصبي او رواني ناروغانو شمېر په داسې حال کې زیات شوی چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. برسېره پر دې، د کلونو جګړو د دغه ولايت ډېر اوسېدونکي په سختو عصبي او رواني ناروغيو اخته کړي دي.
 
پخوا به هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې کسان په روغتون کې بستر کیدل. خو اوس دا شمېره د ورځې ۸۰ ته پورته شوې، رواني ناروغي د کورني تاوتریخوالي، کمزور اقتصاد، بېکارۍ، بې وزلۍ په علت منځته راځي.
 
ډاکټر کمال عمري کاکر؛ د کندهار د ميرويس روغتون د رواني ناروغيو د څانګې مشر آوا ته وويل: اوس مهال تر بل هر وخت ډېر رواني ناروغان ورته مراجعه کوي او د ناروغانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي.
 
ډاکټر عمري وويل، چې اوس مهال د لرو پرتو سيمو خلک ميرويس حوزوي روغتون ته په اسانه لاسرسى لري، نو له همدې امله د ښار، دښتې او ولسواليو زيات خلک د رواني او عصبي درملنې لپاره دوى ته راځي.
 
هغه زياته کړه، چې دغه ناروغان د کورنيو ستونزو، د خپلوانو د مړينې، بېکارۍ او بېوزلۍ له امله په دې ناروغۍ اخته کېږي. پخوا په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ یا لږ کسان راغلي وو. خو اوس هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ رواني ناروغان ورته راځي.
 
شاه اشرف چې خپله ناروغه لور يې د هلمند ولايت له سنګين ولسوالۍ څخه ميرويس حوزوي روغتون ته راوړې، آوا ته وويل چې د کورنۍ يې مالي وضعيت ښه دى، خو د هغه د لور ناروغي د پرله پسې جګړو او له یو ځای څخه بل ځای ته د پرله پسې مهاجرتونو له امله ده چې ډیری وختونه پر هغې ډیر فشار راوړي.
 
دا په داسي حال کي ده چي د اسلامي امارت په راتلو سره د هیواد امنیتي وضیعت مخ په ښه کیدو دي.
 


د مطلب کود: 254490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254490/په-کندهار-کې-د-رواني-ناروغانو-شمېر-۸۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com