دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 254490
په کندهار کې د رواني ناروغانو په شمېر کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی
په کندهار کې د رواني ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی. د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته هره ورځ لسګونه ناروغان مراجعه کوي، چې د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: په کندهار کې د عصبي او رواني ناروغانو شمېر په داسې حال کې زیات شوی چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. برسېره پر دې، د کلونو جګړو د دغه ولايت ډېر اوسېدونکي په سختو عصبي او رواني ناروغيو اخته کړي دي.
 
پخوا به هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې کسان په روغتون کې بستر کیدل. خو اوس دا شمېره د ورځې ۸۰ ته پورته شوې، رواني ناروغي د کورني تاوتریخوالي، کمزور اقتصاد، بېکارۍ، بې وزلۍ په علت منځته راځي.
 
ډاکټر کمال عمري کاکر؛ د کندهار د ميرويس روغتون د رواني ناروغيو د څانګې مشر افغان غږ خبری آژانس ته وويل: اوس مهال تر بل هر وخت ډېر رواني ناروغان ورته مراجعه کوي او د ناروغانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي.
 
ډاکټر عمري وويل، چې اوس مهال د لرو پرتو سيمو خلک ميرويس حوزوي روغتون ته په اسانه لاسرسى لري، نو له همدې امله د ښار، دښتې او ولسواليو زيات خلک د رواني او عصبي درملنې لپاره دوى ته راځي.
 
هغه زياته کړه، چې دغه ناروغان د کورنيو ستونزو، د خپلوانو د مړينې، بېکارۍ او بېوزلۍ له امله په دې ناروغۍ اخته کېږي. پخوا په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ یا لږ کسان راغلي وو. خو اوس هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ رواني ناروغان ورته راځي.
 
شاه اشرف چې خپله ناروغه لور يې د هلمند ولايت له سنګين ولسوالۍ څخه ميرويس حوزوي روغتون ته راوړې، افغان غږ خبری آژانس ته وويل چې د کورنۍ يې مالي وضعيت ښه دى، خو د هغه د لور ناروغي د پرله پسې جګړو او له یو ځای څخه بل ځای ته د پرله پسې مهاجرتونو له امله ده چې ډیری وختونه پر هغې ډیر فشار راوړي.
 
دا په داسي حال کي ده چي د اسلامي امارت په راتلو سره د هیواد امنیتي وضیعت مخ په ښه کیدو دي.
 
https://avapress.com/vdcjhxe8yuqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته