دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 254508
پاکستان د افغان کډوالو له یوې نوې څپې سره مخ دی
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله پاکستان ته د کډوالۍ نوې څپه رامنځته شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته پاکستان د افغان کډوالو له نوې څپې سره مخ دی.
 
قیصرخان آفریدی؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویاند اناتولیا خبري اژانس ته ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان پاکستان ته داخل شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، "د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په تېرو لسو میاشتو کې له ۲۵۰ زرو څخه زیاتو افغانانو پاکستان ته سفر کړی دی."
 
آفریدي په دوام کي وویل: "موږ د پاکستان له حکومت سره خبرې کوو چې د هغو افغان کډوال د ثبت او قانوني کولو لپاره چې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته دغه هیواد ته کډوال شوي، ثبت او قانوني کړي."
 
په عین حال کې، د پاکستان کابینې تیره اونۍ یو پلان تصویب کړ چې د کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په لټه کې دي.
 
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم ویلي چې اوس مهال له پاکستان څخه د اخراج شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی نه دی راغلی او له وروستیو پرمختګونو وروسته یوازې ۸۵۰ کسان په خپله خوښه راستانه شوي دي.
 
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویاند وویل: "که څه هم د ورته مودې په پرتله د راستنیدونکو شمیر یو څه لوړ شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د لومړنيو توکو د برابرولو په موخه له يادې موسسې څخه ٢٥٠ ډالره ترلاسه شوي او د کډوالو چارو اداره به يې ملاتړ کوي.
 
پاکستان د ۱،۳ میلیون څخه ډیر قانوني مهاجرینو کوربه توب کوي.
 
آفریدي وویل، په پاکستان کې د مهاجرت ادارې ویلي چې د مهاجرینو بیرته ستنیدل باید په خپله خوښه وي او د بیرته ستنیدو پر مهال دې د دغو کسانو امنیت تامین شي.
 
https://avapress.com/vdcjyxe8ouqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته