کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار د هوايي ډګر د یو شمېر کارکوونکو ډله ییزې استعفاوې

30 جوزا 1401 ساعت 9:43

د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ۳۵ کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله استعفا کړې ده.


آوا - کندهار: د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوایی ډګر ۳۵ کارکوونکو پرون یکشنبه (د غبرګولی ۲۹) د معاشونو د نه ورکړې له امله استعفا وکړه.
 
د قدرت الله په نوم یو تن کارکوونکی آوا ته وویل، چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.
 
هغه زياته کړه: "د کندهار په هوايي ډګر کې ٣٥ تنه چې مسلکي کارونه يې په ترمينل او رن وي کې ترسره کول، د معاشونو د نه ورکړې له امله استعفاوې کړې دي."
 
هغه وويل، چې د ځينو چارواکو له خوا له دوى سره څو ځلې ژمنې شوې، چې معاشونه به يې ډېر ژر ورکول کېږي، خو له اتو مياشتو تېرېدو وروسته هم نه دي ورکړل شوي او له همدې امله يې استعفا کړې ده.
 
مولوي زید؛ د کندهار د والي مرستیال ویاند آوا ته ویلي: د دغو کارکوونکو شمېر ۱۵ تنه دی او د هوايي ډګر رسمي او تخنیکي کارکوونکي ټول په خپلو دندو بوخت دي.
 
هغه زياته کړه، چې په هوايي ډګر کې ټول فعاليتونه په عادي ډول روان دي او يواځې ١٥ تنه هغه عادي کارکوونکي چې پخوا يې د پاکوالي او ځينو نورو کارونو لپاره له خصوصي شرکتونو سره قرارداد کړى و او د هوايي ډګر په رسمي ادارو کې نه وو، کورونو ته استول شوي دي.
 
مولوي زید په دې وروستیو کې ویلي چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت کار کوي چې د اړتیا په صورت کې په هوايي ډګر کې کارکوونکي پر دندو وګوماري.
 


د مطلب کود: 254513

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254513/د-کندهار-هوايي-ډګر-یو-شمېر-کارکوونکو-ډله-ییزې-استعفاوې

آوا
  https://www.avapress.com