دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 254513
د کندهار د هوايي ډګر د یو شمېر کارکوونکو ډله ییزې استعفاوې
د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ۳۵ کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله استعفا کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوایی ډګر ۳۵ کارکوونکو پرون یکشنبه (د غبرګولی ۲۹) د معاشونو د نه ورکړې له امله استعفا وکړه.
 
د قدرت الله په نوم یو تن کارکوونکی افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.
 
هغه زياته کړه: "د کندهار په هوايي ډګر کې ٣٥ تنه چې مسلکي کارونه يې په ترمينل او رن وي کې ترسره کول، د معاشونو د نه ورکړې له امله استعفاوې کړې دي."
 
هغه وويل، چې د ځينو چارواکو له خوا له دوى سره څو ځلې ژمنې شوې، چې معاشونه به يې ډېر ژر ورکول کېږي، خو له اتو مياشتو تېرېدو وروسته هم نه دي ورکړل شوي او له همدې امله يې استعفا کړې ده.
 
مولوي زید؛ د کندهار د والي مرستیال ویاند افغان غږ خبری آژانس ته ویلي: د دغو کارکوونکو شمېر ۱۵ تنه دی او د هوايي ډګر رسمي او تخنیکي کارکوونکي ټول په خپلو دندو بوخت دي.
 
هغه زياته کړه، چې په هوايي ډګر کې ټول فعاليتونه په عادي ډول روان دي او يواځې ١٥ تنه هغه عادي کارکوونکي چې پخوا يې د پاکوالي او ځينو نورو کارونو لپاره له خصوصي شرکتونو سره قرارداد کړى و او د هوايي ډګر په رسمي ادارو کې نه وو، کورونو ته استول شوي دي.
 
مولوي زید په دې وروستیو کې ویلي چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت کار کوي چې د اړتیا په صورت کې په هوايي ډګر کې کارکوونکي پر دندو وګوماري.
 
https://avapress.com/vdcfyjd0mw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته