دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 254519
ملا برادر او د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار لیدنه / د تاشکند غونډه به په نږدې راتلونکي کې جوړه شي
په اقتصادي چارو کې د لومړي وزير مرستيال د ازبکستان د ملي امنيت له سلاکار سره په کتنه کې د برېښنا او هوايي چلند په برخه کې د نيمه پايلو پروژو د ژر تر ژره بشپړولو پر اړتيا ټينګار وکړ. په همدې حال کې ازبک لوري په نږدې راتلونکي کې د اسلامي امارت د چارواکو په شتون سره په تاشکند کې د یوې غونډې د جوړولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس، اسلامي امارت تیره شپه (جوزا ۲۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د ازبکستان د ملی امنیت له سلاکار عبدالعزیز کاملوف او په اقتصادی چارو کې د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغنی برادر پرون ماسپښین سره کتلي. د دغه هېواد د بهرني سیاست په چارو کې د ازبکستان د جمهور رئیس استازي په چهار چنار ماڼۍ کې سره کتلي.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا، د سترو اقتصادي پروژو د بیړنۍ پیل او ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
 
عبدالعزیز کاملوف په دې کتنه کې ویلي چې د افغانستان او ازبکستان په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستل شوې او د خوښۍ ځای دی چې دغو اړیکو ته په پام سره د اقتصادي بیارغونې او پیاوړتیا په اړه خبرې کوو.
 
هغه وویل چې تاشکند به د روان کال په جولای میاشت کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي چې د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی به پکې رابلل کیږي.
 
ملا عبدالغني برادر د تاشکند راتلونکې غونډې خوښي څرګنده کړي او دا یې د اړیکو په پراختیا کې یو ارزښتناک ګام بللي.
 
د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار پرون کابل ته راغی او د اسلامي امارت له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره یې جلا جلا کتلي.
 
https://avapress.com/vdcb8ab59rhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته