کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مشهد مقدس ښار کې د کډوالو د نړیوالې ورځې ستر کنفرانس پیل شو

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مشهد مقدس , 30 جوزا 1401 ساعت 11:32

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د نهادونو او موسسو له خوا د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د دفتر او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په همکارۍ د «وطن مهر» په نوم کنفرانس جوړیږي.


آوا - مشهد مقدس: په دغه کنفرانس کې چې نن (دوشنبه، د جوزا ۳۰) جوړ شوی، د خراسان رضوی ولایت د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د چارو رئیس او په مشهد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ استازی ګډون کړي.
 
د هنري او سپورتي ډرامو ترسره کول او د "کډوال" مستند فلم ننداره به د دې کنفرانس نور پروګرامونو څخه وي.
 
دغه راز د دغه کنفرانس په دوام کې به د شعرونه او نور هنري پروګرامونو ترڅنګ د افغانستان د فعالو بنسټونو او مرکزونو څخه د انځوریزو هنرونو او وړتیاوو نندارتون هم جوړ شي.
 


د مطلب کود: 254523

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254523/په-مشهد-مقدس-ښار-کې-د-کډوالو-نړیوالې-ورځې-ستر-کنفرانس-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com