کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند د تړون په اړه د افغانستان د انرژۍ او اوبو بورډ له ایراني چارواکو سره مشوري کړي

30 جوزا 1401 ساعت 11:35

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت یوه پلاوي تهران ته د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د هلمند د تړون په اړه خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت یوه پلاوي په تهران کې د هلمند سیند د اوبو د کمېشنرانو په ۲۵مه ناسته کې ګډون کړی دی.
 
دا غونډه د جوزا له ۲۵ څخه تر ۲۷ پورې جوړه شوې وه. خو تېره شپه د انرژۍ او اوبو وزارت په دې غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون خبر خپور کړ.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې د اسلامي امارت یو پلاوی د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده په مشرۍ تهران ته تللی و.
 
د دې اعلامیې پر بنسټ، د تهران په غونډه کې د هلمند د تړون د بشپړ تطبیق او د هغې له تطبیق څخه بهر د ننګونو د له منځه وړلو په اړه بحث وشو.
 
د هلمند تړون په ۱۳۵۱ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شو، خو د هلمند د سیند پر سر د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ تل لانجې روانې دي.
 
د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د هلمند د سمندرګي د ګډو کمېشنرانو ترمنځ په کال کې دوه ځلې د هوکړه لیک د لا ښه تطبیق په موخه غونډې کېږي.
 
ایران ادعا کوي چې د افغانستان او ایران د پخوانیو صدراعظمانو موسی شفیق او امیر عباس هویدا ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړې پر بنسټ افغان حکومت تر اوسه دغه تړون نه دی تایید کړی.
 


د مطلب کود: 254524

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254524/د-هلمند-تړون-په-اړه-افغانستان-انرژۍ-او-اوبو-بورډ-له-ایراني-چارواکو-سره-مشوري-کړي

آوا
  https://www.avapress.com