دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 254524
د هلمند د تړون په اړه د افغانستان د انرژۍ او اوبو بورډ له ایراني چارواکو سره مشوري کړي
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت یوه پلاوي تهران ته د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د هلمند د تړون په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت یوه پلاوي په تهران کې د هلمند سیند د اوبو د کمېشنرانو په ۲۵مه ناسته کې ګډون کړی دی.
 
دا غونډه د جوزا له ۲۵ څخه تر ۲۷ پورې جوړه شوې وه. خو تېره شپه د انرژۍ او اوبو وزارت په دې غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون خبر خپور کړ.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې د اسلامي امارت یو پلاوی د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده په مشرۍ تهران ته تللی و.
 
د دې اعلامیې پر بنسټ، د تهران په غونډه کې د هلمند د تړون د بشپړ تطبیق او د هغې له تطبیق څخه بهر د ننګونو د له منځه وړلو په اړه بحث وشو.
 
د هلمند تړون په ۱۳۵۱ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شو، خو د هلمند د سیند پر سر د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ تل لانجې روانې دي.
 
د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د هلمند د سمندرګي د ګډو کمېشنرانو ترمنځ په کال کې دوه ځلې د هوکړه لیک د لا ښه تطبیق په موخه غونډې کېږي.
 
ایران ادعا کوي چې د افغانستان او ایران د پخوانیو صدراعظمانو موسی شفیق او امیر عباس هویدا ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړې پر بنسټ افغان حکومت تر اوسه دغه تړون نه دی تایید کړی.
 
https://avapress.com/vdchiknik23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته