کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رضوي په سپیڅلي زیارت کي د تروریستي برید عامل اعدام شو

30 جوزا 1401 ساعت 12:04

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو نن سهار دوشنبه (جوزا ۳۰) د رضوي په سپیڅلي زیارت کې د دریو دیني عالمانو د برید عامل د اعدامولو اعلان وکړ.


آوا، دغه کس نن سهار (دوشنبه، د غبرګولی ۲۰) د مشهد ښار په وکيل اباد زندان کې د ايراني اتباعو او چارواکو په شتون کې اعدام شو.
 
تورن عبداللطیف مرادي نومیږي او د روان کال د روژې په میاشت کې یې د شیعه ګانو د اتم امام په زیارت کې پر دریو دیني عالمانو د چړي برید وکړ. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، یو دیني عالم ځای پر ځای شهید شو، بل په روغتون کې شهید شوي او دریم یې په روغتون کې بستر شو.
 
ایراني رسنیو هغه مهال ویلي وو، چې دغه سړی ازبک تبعه و، چې د پاکستان له پولې ایران ته داخل شوی و.
 


د مطلب کود: 254526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254526/د-رضوي-په-سپیڅلي-زیارت-کي-تروریستي-برید-عامل-اعدام-شو

آوا
  https://www.avapress.com