دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 254527
په بلخاب کې د جګړې اوازې رد شوې؛ د شخړو د هواري لپاره د شیعه علماو د شورا د پلاوي انتظار
په بلخاب کې د مولوي مهدي او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې اوازې په ردولو سره، د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، دوی د شیعه علماوو شورا پلاوي ته انتظار باسي، څو دغه شخړه د خبرو له لارې حل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: دین محمد نظری؛ د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند د دوشنبې په ورځ افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په بلخاب ولسوالۍ کې جګړه نه ده شوې او هغه خبرونه چې په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده، حقیقت نه لري.
 
په همدې حال کې په سرپل کې د «اسلامي امارت» یوه جګپوړي سیمه ییز چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: «ځواکونه بلخاب ته تللي دي، خو جګړه لا نه ده پیل شوې او دواړه لوري د مسلې د هواري لپاره د شیعه ګانو د شورا د راتګ انتظار باسي.
 
ځايي چارواكو هيله څرګنده كړه، چې ستونزه به د خبرو له لارې هواره شي. که نه نو په بلخاب کې به جګړه پیل شي.
 
تر دې مخکې د شیعه علماوو شورا د بلخاب د کړکېچ د هواري غوښتنه کړې وه او په دې وروستیو کې یې بلخ ته د یوه پلاوي د لېږلو اعلان کړی و.
 
په همدې حال کې یو شمیر رسنیو خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د جوزا ۲۹مه د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې جګړه روانه ده او مولوي مهدي د بلخاب ولسوالۍ په قم کوتل ولسوالۍ د اسلامي امارت مجاهدینو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي.
 
په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې ستار احمدي؛ د مولوي مهدي مرستیال رسنیو ته ویلي و، چې نه طالبانو د بلخاب پر ضد کوم پوځي عملیات کړي او نه هم د طالبانو پر ضد کوم پوځي پلان لري.
 
هغه وويل: "موږ هيله لرو چې اسلامي امارت او مولوي مهدي تر منځ اختلافات د خبرو له لارې هوار شي."
 
مولوي مهدي؛ د بامیان د استخباراتو پخوانی مشر پخوا د «اسلامي امارت» له قومندانانو څخه ګڼل کیده. خو په دې وروستیو کې د بامیان د استخباراتو د مشر له ګوښه کېدو وروسته د اسلامي امارت سره اختلاف پیدا شوي. هغه په ​​خپل پلرني ټاټوبي بلخاب کې ژوند کوي او په حقیقت کې د ولسوالۍ کنټرول لري.
 
https://avapress.com/vdcauynu049nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته