کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اندونیزیا کې مېشتو افغان کډوالو په کډوال منونکو هېوادونو کې د مېشتېدو غوښتنه کړې ده

30 جوزا 1401 ساعت 14:25

د کډوالو نړیواله ورځ؛ چي د جون د ۲۰ سره سمون خوري، افغان کډوال د اندونیزیا په سورابایا ښار کې لارو کوڅو ته راوتلي او پر کډوال منونکو هیوادونو غږ کړي چي کدوالو ته ځاي ورکړي.


آوا، کابل: لاریون کوونکي کډوال وايي، له لسو کلونو راهیسې په بدمرغۍ کې ژوند کوي او په دې موده کې یې ډېر کړاوونه ګاللي دي.
 
افغان کډوال نه یوازې په اندونیزیا کې بلکې د نړۍ په نورو برخو کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
کډوالي په یوه نړیواله ستونزه بدل شوی، په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې؛ له یوې خوا د افغانستان په څېر هېوادونو ته خلک د جګړو، ناامنیو، بې وزلۍ او بېکارۍ له امله کډوال شوي او له بلې خوا په دې وروستیو کې کډوال هېوادونو د بهرنیو اتباعو د منلو لپاره سخت قوانین وضع کړي، چې ښه مثال يي د ترکیې په پولو کې امنیت زیاتوالي، د تودوخې کیمرو نصبول، په پولو کي د حرکتي سینسرونو نصبول، د امنیتي ځواکونو لخوا ګزمي، او همدارنګه د بریتانیا څخه د پناه غوښتونکو د جبري شړلو پلان او د مهاجرینو لپاره د بریښنایی محدودیتونو کارول دي.
 


د مطلب کود: 254533

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254533/په-اندونیزیا-کې-مېشتو-افغان-کډوالو-کډوال-منونکو-هېوادونو-د-مېشتېدو-غوښتنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com