کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو نړیواله ورځ او د کډوالي ډولونه

30 جوزا 1401 ساعت 14:50

د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ ده، په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کډوالۍ بېلابېل ډولونه شتون لري او دا عوامل د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په زیاتېدو دي.


آوا، د ملګرو ملتونو له خوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کډوالو د درناوي په موخه د کډوالو نړیواله ورځ ونمانځل شوه. دا ورځ د تراژیدۍ په اړه د خواخوږۍ او تفاهم د رامینځته کولو فرصت دی.
 
دا ورځ د کډوالو د بشري حقونو په  معنا دي یعني هغه کسان چې نورو هیوادونو ته اړ شوي باید هرکلی يي وشي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي کډوال ممکن له خطر څخه د خلاصون لپاره په الوتکه ، کښتۍ یا په پښو سفر وکړي.
 
د کډوالو حقونه په دې معنی دي چې خلک حق لري کله چې د هر ډول ګواښ په احساسولو سره کډوال ښي  که هغه هر رقم ګواښ وي، د مثال په ډول: د جګړې، تاوتریخوالی، ځورونې.... هرڅوک د ملاتړ حق لري.
 
هغه بېلابېل لاملونه چې د خلکو د هجرت سبب ګرځي، هم د وطن پرېښودو بېلابېل ډولونه جوړوي، چې د مهاجرت د ډول او تعريف له مخې توپير لري.
 
د "کډوالو" تعریف باید لومړی د نړیوالو ټولنو له نظره تعریف شي: د ۱۹۵۱ کنوانسیون له مخې، کډوال هغه څوک دی چې د خپل هیواد څخه د "د نژاد، مذهب، قومیت، په ځانګړې ټولنیز ګروپ کې غړیتوب یا سیاسي نظر" له امله د ځورونې او ډار له امله تښتیدلی وي. ډیری کډوال په جلاوطنۍ کې دي ترڅو د طبیعي یا انسان جوړ شوي آفتونو له اغیزو څخه ځان وژغوري.
 
نن ورځ په زرګونو افغان کډوال د اوسنیو ستونزو له امله له هیواد څخه وتلي او ډیری یې لا هم په دې نه دي توانیدلي چې په ډیري هیوادونو کې پناه واخلي.
 
نن د جون ۲۰، د کډوالو نړیواله ورځ؛ افغان کډوال د اندونیزیا په سورابایا ښار کې لارو کوڅو ته راوتلي چې په یوه کډوال منونکي هېواد کې پناه واخلي.
 
داخلي بې ځایه شوي کسان (IDPs) په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو ته ویل کیږي:
 
بې ځایه شوي خلک هغه خلک دي چې له نړیوالو پولو څخه نه دي اوښتي خو په خپل هیواد کې د خپلي سیمي څخه یوې بلې سیمې ته تللي وي.
 
په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله سلګونه زره کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي او ډېری یې د جګړو له پای ته رسېدو وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
 
بې وطنه خلک د مهاجرینو بله برخه ده. دغه کسان رسمي تابعیت نه لري او له کوم هیواد سره تړاو نه لري. د بې وطنۍ حالتونه معمولا د ځانګړو ډلو په وړاندې د تبعیض له امله رامینځته کیږي. د دوی په پیژندلو کې پاتې راتلل - د شناخت نه درلودل - کولی شي دوی مهم دولتي خدماتو ته د لاسرسي څخه بې برخې کړي ، پشمول د روغتیا پاملرنې ، تعلیم یا کار.
 
راستنیدونکي د مهاجرینو بله ډله ده، په بل عبارت، هغه پخواني کډوال چې د یو څه وخت جلاوطنۍ وروسته خپل اصلي هیواد یا سیمې ته راستانه شوي وي؛ راستنیدونکي بلل کیږي . راستنیدونکي دوامداره ملاتړ او مرستې ته اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی کولی شي په کور کې خپل ژوند بیا جوړ کړي.
 
د کډوالو د نړیوال ورځ په داسي حال کي نمانځل کیږي چي نړی د ۱۰۰ میلیون کډوالو سره مخامخ دي.
 


د مطلب کود: 254537

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254537/د-کډوالو-نړیواله-ورځ-او-کډوالي-ډولونه

آوا
  https://www.avapress.com