کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د غني خیلو روغتون پر رئیس د ماین چاودنه شوي

30 جوزا 1401 ساعت 15:06

د ننګرهار سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت د غني خیلو روغتون د رئیس پر موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شوی دی. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، دا پېښه ٣٠ تنو ته مرګ ژویله اړولي ده.


آوا، د ننګرهار ولایت سیمه ایزو سرچینو ویلی چې دغه چاودنه نن دوشنبه د (جوزا ۳۰) د دغه ولایت په غنی خیلو ولسوالۍ کې شوې ده.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې د غني خېلو روغتون رئيس شاه محمود هجرت سخت ټپي شوى او روغتون ته لېږدول شوى دى.
 
بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاري حنيف وايي، چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي شهید شوي او شاوخوا ٢٨ نور ژوبل دي.
 


د مطلب کود: 254539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254539/په-ننګرهار-کې-د-غني-خیلو-روغتون-پر-رئیس-ماین-چاودنه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com