دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 254539
په ننګرهار کې د غني خیلو روغتون پر رئیس د ماین چاودنه شوي
د ننګرهار سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت د غني خیلو روغتون د رئیس پر موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شوی دی. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، دا پېښه ٣٠ تنو ته مرګ ژویله اړولي ده.
افغان غږ خبری آژانس، د ننګرهار ولایت سیمه ایزو سرچینو ویلی چې دغه چاودنه نن دوشنبه د (جوزا ۳۰) د دغه ولایت په غنی خیلو ولسوالۍ کې شوې ده.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې د غني خېلو روغتون رئيس شاه محمود هجرت سخت ټپي شوى او روغتون ته لېږدول شوى دى.
 
بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاري حنيف وايي، چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي شهید شوي او شاوخوا ٢٨ نور ژوبل دي.
 
https://avapress.com/vdcdso0xnyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته